ads

لغمان کې ملي امنيت طالبانو ته درې تنه درمل وړونکي نيولي

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، ملي امنيت وسله والو طالبانو ته د درملو وړونکي درې تنه لاس په لاس نيولي دي.

نویسنده: TKG
15 کب 1395
لغمان کې ملي امنيت طالبانو ته درې تنه درمل وړونکي نيولي

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، ملي امنيت وسله والو طالبانو ته د درملو وړونکي درې تنه لاس په لاس نيولي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال درې هغه کسان نيولي، چې د وسله والو طالبانو ټپيانو ته يې د لومړنۍ درملنې په موخه درمل لېږدول.
ځواک وايي، نيول شويو کسانو په خپلو جرمنو اعتراف کړی او د نورو څېړنو لپاره په ياد رياست کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA