د کندهار په ښوونيزو ادارو کې ۸۰٪ مامورين زورواکانو ګمارلي

د کندهار مدني فعالان وايي، د دغه ولايت په ښوونيزو ادارو کې ۸۰ په سلو کې مامورين زورواکانو ګمارلي دي او له همدې کبله هلته ښوونيز بهیر له سختو ستونزو سره مخ دی. دوی وايي د دغه غیرقانوني ګمارنو له لارې داسې کسان ادارو ته لار پیدا کوي چې د کار وړتیا نه لري او یوازې د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره ناست دي.