د کندهار مدني فعالان وايي، د دغه ولايت په ښوونيزو ادارو کې ۸۰ په سلو کې مامورين زورواکانو ګمارلي دي او له همدې کبله هلته ښوونيز بهیر له سختو ستونزو سره مخ دی. دوی وايي د دغه غیرقانوني ګمارنو له لارې داسې کسان ادارو ته لار پیدا کوي چې د کار وړتیا نه لري او یوازې د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره ناست دي.
دوی ټینګار کوي چې له کلونو وروسته هم د کندهار ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په خېمو کې په زده کړو بوخت دي. دوی زیاتوي، دغه ډول لاسوهنې د شخصي ګټو لپاره دي او په لوی لاس د دغه ولایت زده کوونکي په تیارو کې ساتل کېږي.
د دې تر څنګ د کندهار مدني فعالان ټینګار کوي چې په ډېری ښوونځیو کې ښوونکي یا شتون نه لري او یا هم په خپلو دندو کې ناغېړي کوي. د دغه ولایت یوه مدني فعال وويل: ((دوې ورځې وړاندې زه يوه ښوونځي ته لاړم، زده کوونکي په ټولګي کې ناست وو، خو ښوونکی نه وو چې تدريس ورته وکړي.))
د کندهار د پوهنې سرپرست رييس محیب الله قادري هم په پوهنې ریاست کې دغه ستونزې مني، خو وايي چې د اصلاحاتو لپاره يې کار پيل کړى دى: ((د پوهنې په ریاست کې ۸۰ فیصده داسې کسان په لوړو پوسټونو په دندو ګمارل شوي چې نااهل دي او خپلې دندې نه پېژني، دوی هېڅ مسلکي نه دي او د پوهنې له چوکاټ وتلي خلک دي، دوی د زورواکانو له لوري دلته ټاکل شوي دي او یوازې خپلې شخصي ګټې تعقيبوي.))
د یادولو ده چې همدا اوس د کندهار په پوهنې رياست کې ستونزې تر دې کچې زیاتې شوې چې په یوه وخت دوه رييسان (رسمي رييس او سرپرست) لري. یو وزارت ګمارلی او بل هم ولايتي ادارې ټاکلی دی.
اوس مهال په دغه دنده بوخت سرپرست رييس وايي، له وزارت سره همغږی دى، خو رسمي رييس تل په کابل کې وي او کندهار ته یو ځل هم نه ځي.
د یادولو ده چې همدا اوس د ناامنیو، په ښوونيز بهیر کې د زورواکانو د لاسوهنو او د مسلکي ښوونکو د نشت له کبله د کندهار ولایت د ٥٧٣ ښوونځيو له منځه ١٥٣ تړلي دي او تر نيمايي ډېر يې ودانۍ نه لري. د کندهار تر څنګ د هېواد په ډېری نورو ولایتونو کې هم د زورواکانو له لوري په ګمارنو کې لاسوهنې کېږي، تر دې وړاندې کلید اوونيزې له پکتیا او غزني ولایتونو هم داسې راپورونه لرل چې ددغه ولایتونو په ګمارنو کې ځايي زورواکي لاسوهنه کوي او د خپلې خوښې وړ کسان ګماري.
د دې تر څنګ د ښوونځیو د تړلو ستونزو هم د ټول افغانستان په کچه د پوهنې د ډګر لویه ستونزه یادېږي او همدا اوس د افغانستان په ګوټ ګوټ کې څه باندې ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي دي، خو د پوهنې وزارت ټینګار لري چې هڅه کوي دغه ښوونځي له بېلابېلو لارو بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شي.
د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې ډېری ښوونځي په کندهار، هلمند، اروزګان، هرات، غزني او زابل ولایتونو کې تړلي دي.
د پوهنې سرپرست وزير وايي، په وروستیو کې د قومي مخورو او سيمه ييزو مسوولينو په همکارۍ ٢٧ ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي. نوموړی د ودانيو، درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه هم مني او وايي، درې کاله کېږي چې ماليې وزارت ان يو بست هم پوهنې وزارت ته نه دى ورکړى.
د يادولو ده چې په تېرو کلونو کې هر کال د ماليې وزارت له لوري پوهنې وزارت ته ١١ زره بستونه ورکول کېدل.


