جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان خلک ښې او شفافې ټاکنې غواړي او حکومت هم د ټاکنو پر شفافيت او په ۱۳۹۶لمريز کال کې د هغو پر ترسره کولو ټينګار لري.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د ټاکنو د تياريو په اړه جوړه شوې مشورتي غونډه كې وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې په پيل کې د معلوماتي ټکنالوژۍ کمپنۍ رئيس مارک براون د ټاکنو او راى ورکوونکو د نوم ليکنې بهير کې له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخيستنې په اړه معلومات وړاندې كړل.
هغه زياته کړه، د دوى کمپنۍ له ۱۹۸۱ کال راهيسې په ټاکنو کې دخيله ده او په نړۍ کې د شفافيت د تامين او ولسواکۍ لپاره کار کوي.
مارک براون وويل، چې نوې ټکنالوژي له افغانستان سره د ټاکنو د شفافيت او د لګښت د کمولو په برخه کې مرسته کوي.
وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس نجيب الله احمدزي خبرې وکړې او ويې ويل، دوى به له دې نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخيستنې په برخه کې خپل مطالعات او مشورې پيل کړي.
د جمهور رئيس غني په خبره، افغانستان له دې ډول ټکنالوژۍ څخه ګټې اخيستنې ته تيار دى.


