د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، سرخرود ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر موټر د سړک غاړې په ماين چاودنه کې دوو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې نن سهار نهه بجې د سرخرود ولسوالۍ په خيراباد سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې، چې پرمهال يې يو سيمه ييز پوليس وژل شوی او يو بل يې ټپي شوی دی.
نوموړی وايي، ټپي شوی سرتېری اوس مهال روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه پورې د دغې چاودنې مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.


