د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له کبله ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مومندرې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.
مشرقيوال وايي، چې په ياد بريد کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


