ads

جمهور رييس غني د افغانستان د اوبو په مهارولو كې د ګاونډيو هېوادونو پر مرستې ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، اوبه د سيمه ييزې همکارۍ يوه ښه وسيله ده او په همدې خاطر بايد ګاونډي هېوادونه په دغه برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نویسنده: TKG
15 کب 1395

هغه دا څرګندونې نن په ارګ كې د اوبو او پايدار انکشاف تر سرليک لاندې د اوبو څلورم ملي کنفرانس کې وكړې.
جمهور رييس غني پر ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ، چې د افغانستان د بندونو جوړولو او د اوبو له مهارولو څخه دې وېره نه کوي، بلکې مرسته يې دې وکړي.
د نوموړي په خبره، افغانستان د خپلو سترو طبيعي سرچينو د سمې ادارې په برکت کولاى شي په يوه شل کلنه موده کې د نړۍ د يوې متوسطې رفاه او سوکالي په هېواد باندې بدل شي.
هغه وايي، افغانان تراوسه پورې لا د خپلو اوبو له واقعي اهميت او ارزښته ناخبره پاتې دي او د اوبو د سمې ادارې او تنظيم په برخه کې لا ډېر کار ته اړتيا لري.
جمهور رييس غني وويل، له طبيعي سرچينو څخه سمه او عادلانه ګټه اخيستنه د ملي يووالي او ثبات د ټينګېدو باعث ګرځي او برعكس ناسمه ګټه اخيستنه د فساد، اختلاف او بې ثباتۍ په عامل بدلېدلاى شي.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د افغانستان شاوخوا ۷۰ فيصده اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA