بغلان کې ماين چاودنې درې سيمه ييز پوليس ووژل
په بغلان ولايت كې د ماين چاودنې له كبله درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د بغلان د عامې روغتيا رياست يو تن مسوول عبدالعليم غفاري وايي، چې دا چاودنه تېر ماښام د چشمه شير سيمې په منګک بېس كې شوې ده.
د هغه په وينا، د پېښې له ځايه دوى ته د سيمه ييزو پوليسو درې جسدونه او يو ټپي ور وړل شوي، چې د ټپي روغتيايي حالت نازک دى.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed