په اردن کې هغه پنځلس بنديان، چې په اعدام محکوم شوي وو، پرون په دار وځړول شول.
د اردن د اطلاعاتو وزير محمود لمومني د خپل هېواد رسنيو ته ويلي، له اعدام شويو کسانو څخه لس تنه يې د تروريستي فعاليتونو په ترسره کولو محکوم وو او پنځه نور يې هغه کسان وو، چې په جنسي تېري او نورو د ده په وينا شرم اوره کړنو محکوم شوي وو.
دغه کسان ټول د اردن وګړي وو، چې د دې هېواد پايتخت ته څېرمه په سواګا نومي زندان کې په دار وځړول شول.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۴م کال کې هم په اردن کې يوولس کسان، چې په قتل محکوم وو، اعدام شول، چې د بشري حقونو ډلو سخت انتقادونه يې راوپارول.


