ads

چين پخپله کلنۍ پوځي بودیجه کې د ۷ سلنې زیاتوالي راوستلو هوډ لري

چين وايي، د بهرنيو لاسوهنو د مخنيوي په موخه پخپله کلنۍ پوځي بوديجه کې د ۷ سلنې زياتوالي را وستلو هوډ لري. چين دا ګام د امريکا پوځي بوديجه کې د ټرمپ له خوا د ۱۰ سلنې زياتوالي له اعلان وروسته پورته کړی دی. د چين د خلکو ملي کانګرس وياندې فو يينګ وويل، چين […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 کب 1395
چين پخپله کلنۍ پوځي بودیجه کې د ۷ سلنې زیاتوالي راوستلو هوډ لري

چين وايي، د بهرنيو لاسوهنو د مخنيوي په موخه پخپله کلنۍ پوځي بوديجه کې د ۷ سلنې زياتوالي را وستلو هوډ لري.

چين دا ګام د امريکا پوځي بوديجه کې د ټرمپ له خوا د ۱۰ سلنې زياتوالي له اعلان وروسته پورته کړی دی.

د چين د خلکو ملي کانګرس وياندې فو يينګ وويل، چين له خپلو ګاونډيانو سره د ځمکې د ملکيت پرسر د اختلاف هوارولو لپاره له سوله ييزو لارو ګټه اخلي؛ خو وايي، بيجينګ بايد دا توان ولري چې له خپله ځانه دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چين ګاونډيانو د جنوبي سمندر په مصنوعي ټاپوګانو کې د چين د پوځي تجهيزاتو د ډېرولو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د سپوږمکيو له لارې ځينې اخيستل شوي انځورونه ښيي چې په دغو ټاپوګانو کې چين له ځمکې هوا ته د ځينو لازمو توغنديو ځای پرځای کول بشپړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA