په کندهار ښار کې نن سهار په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو پر استازي معلم ميرولي وسله وال بريد شوی دى.
يوه امنيتي سرچينه وايي، د ولسي جرګې دا غړی ټپي شوی او اوس مهال د کندهار ميرويس حوزوي روغتون كې تر درملنې لاندې دى.
د سرچينې په وينا، بريد كوونكو پر معلم ميرولي د پوليسو د لسمې امنيتي حوزې اړوند کارته معلمينو سيمه کې بريد وکړ.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.
د يادونې وړ ده، چې وسله والو طالبانو د روان کال په مرغومي مياشت کې د کابل ښار په خوشال خان سيمه کې د معلم ميرولي پر کور ځانمرګی او وسله وال بريدونه کړي وو، چې په دې بريدونو کې هغه ته زيان نه و اوښتی، خو په كې په ولسي جرګه كې د اروزګان د خلكو استازي عبيدالله بارکزي د زوی په ګډون اووه تنه ووژل شول او نږدې لس تنه نور ټپيان شول.


