ads

پاكستان: هند سره په جګړه بوختې وسله والې ډلې ترهګرې نه دي

د پاکستان حکومت وايي، هغه وسله والې ډلې ترهګرې نه بلل کېږي، چې له هند سره په جګړه بوختې او دفترونه يې پاکستان کې دي.

نویسنده: TKG
14 کب 1395
پاكستان: هند سره په جګړه بوختې وسله والې ډلې ترهګرې نه دي

د پاکستان حکومت وايي، هغه وسله والې ډلې ترهګرې نه بلل کېږي، چې له هند سره په جګړه بوختې او دفترونه يې پاکستان کې دي.
د پاکستان د پنجاب ايالت يو چارواکي رسنيو ته ويلي، چې جېش محمد ډله په دې هېواد کې ده، خو په وينا يې، د ترهګرو ډلو لېست کې بايد شامله نه کړاى شي.
دغه پاکستاني چارواکي زياته کړې، دوى د ټولو هغو وسله والو ډلو درناوى کوي، چې هند سره په کشمير کې جنګېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پر پاکستان له همدې كبله نيوکې کېدې، چې ګواکې د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ توپير کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA