په يمن کې د امريکايي جنګي الوتکو د هوايي بريدونو په دويمه ورځ د وسله والو ترڅنګ ۱۶ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
امريکايي چارواکي وايي، چې په دې بريدونو کې د القاعده شبکې مرکزونه په نښه شوي او بې پيلوټه الوتكو هم په كې برخه اخيستې ده.
د امريکا د دفاع وزارت په وينا، له تېرې پنجشنبې راهيسې يې د يمن په شبوه او بيضا ولايتونو کې د القاعده شبکې پر بېلابېلو مرکزونو شل هوايي بريدونه کړي دي.
پرون هم جنګي الوتکو د شبوه ولايت په يشبام سيمه کې د القاعده شبکې د يو قوماندان سعد عاطف کور په نښه کړ.
د پنټاګون وياند جيف ډيويس ويلي، چې القاعده شبکې په يمن کې له روان تاوتريخوالي په ګټې اخيستنې خپلې ځالې مضبوطې کړي او په منځني ختيځ کې د امريکا او ايتلافي هېوادونو پر ګټو بريدونه کوي.


