د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، داعش وسله والو د هسکې مېنې ولسوالۍ له يوې ديني مدرسې څخه تښتول شوي ۱۴ تنه استادان راخوشې کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې څلوېښت ورځې وړاندې د هسکې مېنې ولسوالۍ د مشر ملاصيب له ديني مدرسې څخه داعش وسله والو ۱۴ تنه ديني عالمان بيولي وو، چې نن سهار يې د قومي سپين ږيرو او ديني عالمانو په منځګړيتوب را خوشې او خپلو کورنيو ته يې وسپارل.
نوموړي که څه هم د دغو ديني عالمانو د راخوشې کېدو په تړاو نور جزيات ور نه کړل خو وايي، اوس مهال ټول را خوشې شوي استادان خپلو کورنو کې دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
په هسکه مېنه کې دا ۱۴ تنه ښوونکي په داسې حال کې د داعش وسله والو له منګولو را خوشې کېږي، چې له دې وړاندې د پچيراګام ولسوالۍ لسګونه مخور چې د داعش له لوري برمته شوي وو، هم د امنيتي منسوبينو او قومي مشرانو د هلو ځلو په ترڅ کې ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شوي وو.


