ads

ننګرهار کې د پاکستان په ضد لاريون وشو

په جلال اباد ښار کې لسګونه مدني فعالانو د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د توغنديزو بريدونو او د تورخم د لارې د بندېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.

نویسنده: TKG
14 کب 1395
ننګرهار کې د پاکستان په ضد لاريون وشو

په جلال اباد ښار کې لسګونه مدني فعالانو د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د توغنديزو بريدونو او د تورخم د لارې د بندېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.
دغو مدني فعالانو د توغنديزو بريدونو د مخنيوي او د لارې د پرانيستلو په مسله کې په ملي او ولايتي شورا کې د ننګرهار پر استازو سختې نيوکې وکړې.
لاريون کوونکي وايي، چې له تېرو ۱۵ ورځو راهيسې پاکستان حکومت پر افغان مسافرو لاره بنده کړې او پر سرحدي سيمو بې درېغه توغندي را وروي، چې د ننګرهار استازو هېڅ په سيمه ييز او ملي حکومت ددغې ستونزې د حل غږ نه دی کړی.
په ورته وخت کې بيا د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر له کليد سره په خبرو وويل، چې د پاکستان له لوري د توغنديو بريدونو د مخنيوي او لارې خلاصون په اړه يې خبرې کړي خو تر اوسه يې هېڅ پايله نه ده ور کړې.
ننګرهار کې دا لسګونه مدني فعالان په داسې حال کې د پاکستان خلاف لاريون کوي، چې له تېرو پنځلسو ورځو راهيسې د تورخم دروازه پاکستان حکومت د مسافرو او موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA