د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه په جلال اباد ښار کې د يوې کورنۍ ستونزې له کبله د نښتې په پايله کې دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې تېره شپه د جلال اباد ښار په ارزاقو کوڅه کې د پخواني جمهور رييس صبغت الله مجددي د کورنۍ ترمنځ د کورنيو مسايلو په سر نښته شوې چې پرمهال يې يو تن وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.
نوموړی وايي، له نښتې وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه ور رسېدلې، چې په تړاو يې څو تنه نيول شوي هم دي.
ننګرهار کې ډېر کله د کورنيو او ورته نورو شخصي مسايلو له کبله دغه ډول نښتې را منځ ته کېږي، چې څه موده وړاندې هم د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د دوه کورنيو ترمنځ نښته کې يو تن وژل شوی و او يوولس تنه نور ټپيان وو.


