لغمان كې ټرافيكي پېښې ۹ تنه ټپيان کړي

په لغمان ولايت کې د ټرافيکي پېښې له كبله نهه تنه ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې دا پېښه پرون ماسپښين شاوخوا دوه نيمې بجې د کابل– جلال اباد پر لويه لار د لغمان ولايت په سرخکانو سيمه کې د درېيو وړو موټرو د ټکر له كبله رامنځته شوې ده.