په لغمان ولايت کې د ټرافيکي پېښې له كبله نهه تنه ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې دا پېښه پرون ماسپښين شاوخوا دوه نيمې بجې د کابل– جلال اباد پر لويه لار د لغمان ولايت په سرخکانو سيمه کې د درېيو وړو موټرو د ټکر له كبله رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، په ټپيانو کې درې مېرمنې او يو ماشوم هم شامل دی، چې د درملنې په هدف روغتون ته لېږدول شوي دي.
پر ياده لار د موټر چلوونكو د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له كبله زياتره وخت ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي او مسافرو ته په كې مرګ ژوبله اوړي.


