د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د الماس ۳۹ په نوم د افغان ګډو ځواکونو له لوري په پيل کړو عملياتو کې يې د ۹ قومندانو په ګډون ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې تېره شپه د افغان ګډو ځواکونو له لوري د اليشنګ ولسوالۍ په شامرام، قلعه اټک او صبراباد سيمو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له کبله د وسله والو طالبانو ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په وژل شويو کې ۹ تنه مهم قومندانان او سر ګروپان هم شامل دي.
ځواک زياتوي، چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د افغان امنيتي ځواکونو يو تن برسېرن ټپي شوی دی، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


