د اچين ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، داعش وسله والو ددغې ولسوالۍ له دوه تنو اوسيدونکو سرونه پرې کړې دي.
د اچين ولسوال عيسی خان ځواک کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د اچين ولسوالۍ په مامند دره کې داعش وسله والو د يادې ولسوالۍ له دوه تنو اوسيدونکو څخه چې عمرونه يې د ۱۸ او۲۰ کلونو ترمنځ دي سرونه پرې کړي دي.
ولسوال زياتوي، چې داعش وسله والو سيمې ته يو شمېر قومي مشران ورغوښتي چې د وژل شويو کسانو جسدونه ور وسپاري.
نوموړی وايي، ياده سيمه د داعش وسله والو تر ولکې لاندې ده او دوی نه شي کولای چې يادې سيمې ته له نظامي ځواک پرته سفر وکړي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له لسګونو نورو کسانو څخه هم سرونه غوڅ کړي دي.


