د ترکيې جمهور رييس پر جرمني تور پورې کړ، چې د ترهګرۍ پراختيا ته لمن وهي.
رجب طيب اردوغان په استانبول كې يوې غونډې ته د وينا په مهال وويل، په هېواد کې يې د ترهګرۍ ضد روانو عملياتو کې يو خبريال هم نيول شوى، چې د جرمني تابعيت لري.
دغه خبريال ترهګرو سره په لاس لرلو تورن شوى دى.
د اردوغان په خبره، كله چې په جرمني کې د ترکيې حکومت په ملاتړ لاريون شوى، جرمني يې مخنيوى کړي، خو برعکس د کردي وسله والو غونډو ته اجازه ورکول کېږي او په جرمني کې يې دفترونه پرانيستي دي.
ترکيه د کردي وسله والو ډله پي کې کې ترهګره ډله بولي او په ضد يې عمليات هم پيل کړي دي.


