ads

بلجيم ناقانونه افغان کډوال بېرته ستنوي

د بلجيم حکومت خبردارى وركړى، چې د اروپايي ټولنې د يوه غړي هېواد په توګه او له افغان حکومت سره د دې ټولنې د تړون له مخې به په خپله خوښه د ناقانونه افغان کډوالو بېرته ستنېدنه او يا هم ايستل پلي کړي.

نویسنده: TKG
14 کب 1395
بلجيم ناقانونه افغان کډوال بېرته ستنوي

د بلجيم حکومت خبردارى وركړى، چې د اروپايي ټولنې د يوه غړي هېواد په توګه او له افغان حکومت سره د دې ټولنې د تړون له مخې به په خپله خوښه د ناقانونه افغان کډوالو بېرته ستنېدنه او يا هم ايستل پلي کړي.
د بلجيم د پناه غوښتونکو د چارو وزير تئو فرانکن ويلي، په ۲۰۱۶م ميلادي کال کې له ۲۷۰۰ څخه زياتو افغانانو دې هېواد کې د پناه اخيستنې غوښتنليکونه ورکړي، چې له دې ډلې څخه د زياتو غوښتنې رد شوې دي.
د نوموړي په وينا، هغه افغانان چې له قانون څخه سرغړونه وکړي، نيول کېږي او بېرته افغانستان ته لېږدول کېږي.
هغه زياتوي، په ۲۰۱۶م کال کې د بلجيم حکومت ۵۳۰ افغانان نيولي او ټاکل شوې له بلجيمه وايستل شي، چې دا شمېره د ۲۰۱۵م کال په پرتله دوه برابره ده.
د فرانکن په خبره، په دې کال کې ۵۳۱ تنه په خپله خوښه له بلجيمه ايستل شوي او يا هم په اجباري توګه له سرحده شړل شوي دي.
دا خبردارى په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د بلجيم حکومت په كابل، بغلان، كندوز، غزني او ننګرهار ولايتونو كې له خلكو سره دغه هېواد ته د ناقانونه تګ او پناه اخيستنې د پايلو په اړه د معلوماتو شريكولو شپږ مياشتنى کمپاين پلي كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA