ads

هلمند كې د کوکنارو اړولو په اړه تصميمونه ونيول شول

د هلمند ولايت د نظامي شورا غونډه کې د کوکنارو اړولو په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د کمپاين په ترڅ کې به هدف شوي کوکنار له منځه يوړل شي.

نویسنده: TKG
13 کب 1395
هلمند كې د کوکنارو اړولو په اړه تصميمونه ونيول شول

د هلمند ولايت د نظامي شورا غونډه کې د کوکنارو اړولو په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د کمپاين په ترڅ کې به هدف شوي کوکنار له منځه يوړل شي.
د هلمند د رسنيو دفتر وايي، چې دا غونډه د دې ولايت د مستوفي او سرپرست والي غلام محی الدين صديق په مشرۍ ترسره شوه.
په پيل کې سرپرست والي په کندهار کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت له لوري د کوکنارو اړولو په اړه د پلان جوړونې غونډې معلومات شريک کړل.
صديق وويل، چې هلمند ولايت ته د کوکنارو اړولو په هدف درې زره هکټاره ځمکه هدف ورکړل شوی، چې د ماتولو په اړه يې بايد اقدامات وشي.
غونډه کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رييس سيد احمد ورور وويل، چې له تخنيکي او اداري اړخه دوی د کوکنارو ماتولو ته بشپړ چمتووالی لري، پنځوس عرادې جوړ ټراکټورونه او د لس عرادې نويو ټراکټرونو لپاره بوديجه لري.
د نظامي شورا ټولو غړو د کوکنارو په ضد کمپاين په اړه بېلابېل نظرونه شريک کړل او په ګډه يې د ماتولو لپاره تصميمونه ونيول شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA