ads

غفوري: جوزجان كې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف عمليات ترسره کېږي

د جوزجان ولايتي چارواكي وايي، چې امنيتي ځواكونه اوس مهال د وسله والو له شتونه د دې ولايت د قوش تېپې او درزاب ولسواليو د پاكولو لپاره د عملياتو پر چمتووالي بوخت دي.

نویسنده: TKG
13 کب 1395

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري نن كليد ته وويل، چې يادو ولسواليو ته تازه دمي سرتېري لېږل شوي او د دغو عملياتو پر تداركاتي مسايلو هم كار روان دى.
خو نوموړي زياته كړه، چې د دې عملياتو له پيل وړاندې به د درزاب ولسوالۍ په سر دره سيمه كې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف تكتيكي او لنډ مهاله عمليات ترسره شي.
د غفوري په وينا، ښايي دغه عمليات درې ورځې وروسته پيل شي.
د جوزجان د والي وياند وايي، د سره صليب نړيوالې كمېټې د دوو كار كوونكو د ساتنې ځاى، چې څه موده وړاندې د وسله والو له لوري تښتول شوي، هم د درزاب ولسوالۍ په سر دره سيمه كې دى.
غفوري وويل، د وسله والو له منګولو د يادو كسانو خلاصول هم د امنيتي ځواكونو د تكتيكي عملياتو برخه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA