د كانكور د ازموينو لړۍ به د راتلونكي لمريز كال تر چنګاښ مياشتې دوام وكړي

د لوړو زده كړو وزارت وايي، د كانكور د ازموينې لړۍ به د راتلونكي لمريز كال د چنګاښ مياشتې تر وروستيو پورې دوام وكړي او په وينا يې د دې ازموينې پايلې به د زمري د مياشتې په لومړيو كې اعلان كړي.