د لوړو زده كړو وزارت وايي، د كانكور د ازموينې لړۍ به د راتلونكي لمريز كال د چنګاښ مياشتې تر وروستيو پورې دوام وكړي او په وينا يې د دې ازموينې پايلې به د زمري د مياشتې په لومړيو كې اعلان كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو كلونو كې به د كانكور ازموينه په ژمي كې اخيستل كېده او د كال په وروستيو كې به يې پايلې اعلانېدې خو اوس يې دغه وخت ځنډولى دى.
د لوړو زده كړو وزارت د كانكور د كمېټې مشر احمد جاوېد رسولي له كليد راډيو سره په خبرو كې وويل، دوى له دې كبله د كانكور د ازموينې وخت وځنډاوه، چې ژمي كې د هېواد په ډېرو ولايتونو كې زده كوونكو په كانكور كې ګډون نه شوای كولاى، هوا به سړه وه او لارې به هم بندې وې.
رسولي زياتوي، ((دوى د كانكور لپاره د باىو مټريك په سيستم د كانكور د ګډون كوونكو ثبتول، نوم ليكنه او په ټوله كې د كانكور لپاره چمتووالى د كب د مياشتې له لومړۍ نېټې پيل كړى او په وينا يې دا لړۍ به د ازموينې د اخيستلو په ګډون د راتلونكي كال د چنګاښ مياشتې ترپايه دوام وكړي.))
د كانكور د كمېټې مشر په ورته وخت كې زياتوي، چې په تېرو كلونو كې د كانكور په ازموينه كې د زورواكو لاسوهنې يوه لويه ستونزه وه، خو په خبره يې تېر كال دوى د جمهوررييس په ملاتړ دغه ستونزه حل كړه.
احمد جاوېد رسولي له حكومته غواړي، چې سږ كال يې هم ملاتړ وكړي ترڅو بيا زورواكي د كانكور په لړۍ كې لاسوهنه ونه كړي، (( زموږ دا غوښتنه ده، چې دولت له موږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي)).
په ورته وخت كې يو شمېر هغه هلكان او نجونې، چې له ښوونځيو فارغ شوي او راغلي وو، چې خپل ځانونه باىو مټريك كړي، هيله من دي چې په راتلونكي كانكور كې به درغلي او فساد نه كېږي.
د يادولو وړ ده، چې كابل كې په دوه ځايونو د پولي تخنيك او ښوونې او روزنې په پوهنتونونو كې د كانكور د نوماندانو د بايو مټريك لړۍ روانه ده او د چارواكو په خبره د راتلونكې اوونۍ تر لومړيو پورې به دغه لړۍ په كابل كې پاى ته ورسېږي او په ولايتونو كې به پيل شي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو پربنسټ ټاكل شوې، چې سږ كال شاوخوا درې سوه زره د دوولسمو ټولګيو فارغين لوړو زده كړو ته د لارې پيدا كولو په موخه د كانكور په ازموينه كې ګډون وكړي او د لوړو زده كړو وزارت د معلوماتو پربنسټ له دې څخه به دوه شپېته زره كسان په دولتي پوهنتونونو كې لوړو زده كړو ته جذب شي.


