ads

د اجراييه رياست دويم مرستيال طالبان سولې ته راوبلل

د ملي يووالي حكومت د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق له طالبانو وغوښتل، چې دولت سره له جګړې لاس واخلي او د داعش په ضد يې ترڅنګ ودرېږي.

نویسنده: TKG
13 کب 1395
د اجراييه رياست دويم مرستيال طالبان سولې ته راوبلل

د ملي يووالي حكومت د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق له طالبانو وغوښتل، چې دولت سره له جګړې لاس واخلي او د داعش په ضد يې ترڅنګ ودرېږي.
نوموړي، چې نن يې په بلخ ولايت كې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د بنسټګر عبدالعلي مزاري د دوه ويشتم تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وينا كوله وويل، څلور لسيزې كېږي، چې افغانستان په وينو كې ډوب دى او د دې حالت د پاى ته رسولو لپاره بايد ټول افغانان سره يو شي.
محقق ټينګار وكړ، چې اوس د سولې موسم دى او طالبان بايد د سولې او ورورولۍ لاره خپله كړي.
هغه زياته كړه، داعش ډله د افغانستان د ټولو خلكو او مذهبونو دښمنه ده او د دې هېواد د دښمنانو له لوري جوړه شوې ده.
وسله وال طالبان د دې ترڅنګ، چې له افغان ځواكونو سره پر جګړې بوخت دي، څو وارې يې له داعش ډلې سره هم نښتې كړې دي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي يووالي حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له يوې اوږدې مودې راهيسې په ټپه ولاړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA