ads

امريكا له افغانستان سره د خپلو همكاريو پر دوام ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني تېره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړې نمايندګۍ سرپرستې مېرمن لارل ميلر سره وکتل.

نویسنده: TKG
13 کب 1395
امريكا له افغانستان سره د خپلو همكاريو پر دوام ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني تېره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړې نمايندګۍ سرپرستې مېرمن لارل ميلر سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، په دې کتنه کې، چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د افغانستان او امريکا د مناسباتو، سولې پروسې او سيمه ييزو مسايلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړې نمايندګۍ سرپرستې مېرمن لارل ميلر افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
جمهور رييس غني افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امريکا د مرستو او همکاريو قدرداني وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA