طالبانو د بغلان ولايت د تاله او برفك ولسوالۍ ونيوله

د بغلان ولايت د تاله او برفك ولسوالي تېره ورځ د طالبانو لاسته ولوېده.
د بغلان د امنيې قوماندان پاسوال نورحبيب ګلبهاري وايي، د دغه ولايت د دهنه غوري د ولسوالۍ د پاكولو لپاره د عملياتو له پيلېدو وروسته طالبانو هڅه وكړه چې د جګړې لمن پراخه كړي او امنيتي ځواكونه مصروف كړي