ads

مينه پال: د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه قانوني ستونزې حل شوې

جمهوري رياست وايي، د وګړو د احوالو د ثبت د قانون شپږمه ماده تعديل او توشيح شوه.
د جمهوررئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل، د دغه قانون تعديلات د پنجشنبې په ورځ د كابينې په غونډه كې توشيح شول او له توشيح وروسته ياد قانون نافذ دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 کب 1395

مينه پال زياته كړه چې د يادو تعديلاتو پربنسټ به په بريښنايي پيژندپاڼو كې دين، ملت او قوم ټول وليكل شي.
دا په داسې حال كې ده چې له دې وړاندې يو شمېر كسانو په بريښنايي پيژندپاڼو كې د دين او افغان له كلمې سره مخالفت كاوه او ويل يې چې بايد د هر چا مشخص قوم پكې وليكل شي خو ځنو نورو بيا د د دين او افغان په كلمو ټينګار كاوه چې اوس دغه ستونزه حل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA