اجرائيه رياست وايي، د طالبانو له خوا بريدونه او چاودنې د دوى د هدفونو پر وړاندې نه شي خنډ كيدى او په وينا يې دوى به له دې سره سره نورې هم د سولې هڅې ګړندۍ كړي.
د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې په كابل كې د چارشنبې د ورځې بريدونه وغندل او زياته يې كړه چې دوى به د خپلو هدفونو د ترلاسه كولو لپاره خپلوهڅو ته دوام وركوي.
دا په داسې حال كې ده چې د چارشنبې په ورځ په شپږمه حوزه، د ملي اردو د جلب او جذب په يوه مركز او د دولسمې حوزې په مربوطاتو كې د ملي امنيت اړوند په يوه دفتر بريد و چې د عامې روغتيا وزارت له مخې په دې پېښو كې ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۰۴ تنه نور ټپيان شوي دي.


