د عامې روغتيا وزارت وايي، په پرونيو بريدونو كې يو سلو شلو تنو تنه مرګ ژوبله اوښتې چې په وينا يې ډيرى يې ملكي وګړي دي.
د دغه وزارت وياند وحيدالله مجروح نن كليد ته وويل چې له پرون راهيسې يو سلو څلور تنه ټپيان او شپاړس جسدونه د كابل امبولانس له خوا روغتونونو ته رسول شوي چې په وينا يې په ټپيانو كې ميرمنې او ماشومان هم شامل دي.
مجروح د ټپيانو او وژل شويو كسانو د هويت په اړه جزئيات نه وركوي خو يوازې دومره وايي چې په ټپيانو كې ۸۳ تنه نارينه، ۱۶ تنه ښځې او ۵ تنه ماشومان شامل دي.
د يادولو وړ ده چې پرون غرمه مهال طالبانو په شپږمه حوزه، له حوزې سره په څنګ كې د ملي اردو د جلب او جذب په يوه مركز او په دولسمه حوزه كې د ملي امنيت د ۱۹ حوزې په يوه آمريت ځانمرګي او ډله ييز بريدونه وكړل چې د شپږمې حوزې بريد تر ماښامه دوام وكړ.
طالبانو د دغه بريدونو مسؤليت منلى او ادعا يې كړې چې په يادو بريدونو كې يې لسګونو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

