ads

کابل او پاريس د نشه يي توکو په ضد پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ

د افغانستان او فرانسې د كورنيو چارو وزيرانو د ترهګرۍ او د نشه يي توكو د قاچاق په ضد د مبارزې برخه كې د دواړو هېوادونو د پوليسو ترمنځ پر دوه اړخيزو همكاريو ټينګار وكړ.

نویسنده: TKG
11 کب 1395
کابل او پاريس د نشه يي توکو په ضد پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ

د افغانستان او فرانسې د كورنيو چارو وزيرانو د ترهګرۍ او د نشه يي توكو د قاچاق په ضد د مبارزې برخه كې د دواړو هېوادونو د پوليسو ترمنځ پر دوه اړخيزو همكاريو ټينګار وكړ.
د كورنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دې وزارت وزير تاج محمد جاهد فرانسې ته د سفر په مهال په پاريس ښار كې د دې هېواد د كورنيو چارو وزير سره وليدل.
د سرچينې په خبره، په دې ليدنه كې د دواړو هېوادونو د كورنيو چارو وزيران د ترهګرۍ او نشه يي توكو په ضد د ګډې مبارزې برخه كې هوكړې ته ورسېدل.
د كورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد ويلي، چې د ترهګرۍ په وړاندې نړيواله ګډه مبارزه په حقيقت كې په ټوله نړۍ كې د بشريت لپاره د عدالت د ټينګښت او د ازادۍ لپاره مبارزه ده او اړتيا ده، چې په دې برخه كې په نړيواله او سيمه ييزه كچه هر اړخيزه همغږي او همكاري رامنځته شي.
په همدې حال كې د فرانسې د كورنيو چارو وزير ويلي، هېواد يې چمتو دى، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشه يي توكو په وړاندې مبارزه كې همكاري وكړي.
د هغه په وينا، په همدې هدف د دواړو هېوادونو له استازو ګډ امنيتي كمېسيون جوړ شوى، چې د كابل او پاريس ترمنځ د امنيتي همكاريو څرنګوالى وڅېړي.
بايد وويل شي، چې افغانستان او فرانسې په ۲۰۱۲ ميلادي كال كې د ترهګرۍ په ضد د ګډې مبارزې په هدف يو هوكړه ليك هم لاسليك كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA