چارواکي وايي، په کابل کې د طالبانو د چهارشنبې ورځې بريدونو کې ۶۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لومړي بريد غرمه مهال پر شپږمه حوزه د يوه موټر بم په واسطه وشو او بيا څلور تنه وسله وال حوزې ته ننوتل، چې د ساعتونو لپاره يې جګړې ته دوام وکړ.
د کابل ښار د جنايي تحقيقاتو مشر فريدون عبيدي د پېښې په ځاي کې خبريالانو ته وويل، چې پر شپږمې حوزې بريد کې د درې پوليسو په ګډون ټول ۱۵ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.
عبيدي زياته کړه چې د پېښې ډيري قربانيان ملکي خلک دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
نوموړي وويل چې په شپږمه حوزه کې د ملکي او نظامي کسانو د موجوديت له امله جګړه يو څه وغځېدله.
دغه راز نن په ارزان قيمت سيمه کې د ملي امنيت ځواکونو پر يوه مرکز هم بريد وشو، خو چارواکي وايي چې هلته يې ډېر ژر بريدګر ووژل.
فريدون عبيدي وويل لومړي يوتن بريد کوونکوي له ځان سره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او ورپسې دويم بريدګر هڅه کړې چې ځان ودانۍ ته ځان ورسوي، خو د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي. هغه وويل چې په دغه پېښه کې درې تنه ټپيان شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د وروستيو بريدونو مسؤوليت په غاړه اخيستي او ويلي دي چې په دغو بريدونو کې په لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهور رييس اشرف غني دغه بريدونه د افغانستان د دښمنانو کار بللی او په کلکو ټکو يې غندلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

