ads

ننګرهار: د شاهين ۲۵ عملياتو کې يو شمېر سيمې له وسله والو پاکې شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، کوټ او هسکه مېنه ولسوالۍ کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال يې د يو شمېر سيمو د پاکولو سربېره د وسايطو ضد ډېر ماينونه هم کشف او له منځه وړي دي.

نویسنده: TKG
11 کب 1395

په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې د ننګرهار په هسکه مېنه او کوټ ولسوالۍ کې يې د شاهين ۲۵ پيل کړو عملياتو پرمهال ګڼ شمېر کلي له داعش وسله والو پاک کړي او يو تعداد د وسايطو ضد ماينونه يې هم کشف او له منځه وړي دي.
نوموړی وايي، چې په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA