ads

لغمان کې د ښوونکو د نمرو د غصب په تور ۲۷ تنه نيول شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې يې د ښوونکو د ښارګوټي ۲۷ تنه غاصبين نيولې او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

نویسنده: TKG
11 کب 1395
لغمان کې د ښوونکو د نمرو د غصب په تور ۲۷ تنه نيول شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې يې د ښوونکو د ښارګوټي ۲۷ تنه غاصبين نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقافقيري کليد ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې يې د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د الماس ۳۹ په نوم په روانو چاڼيزو عملياتو کې د دغې ولسوالۍ د ښوونکو د نمرو ۲۷ تنه غاصبين نيولي دي.
نوموړی وايي، نيول شوي کسان يې د نورو څېړنو په موخه د لغمان امنيې قومندانۍ ته ور سپارلي دي.
لغمان کې د ښوونکو د نمرو د غصب په تور دغه کسان په داسې حال کې نيول کېږي، چې له نن څخه څو اونۍ وړاندې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ لسګونه ښوونکو د دوی د نمرو د غصب په غبرګون کې کار بنديز هم کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA