ads

د هلمند ولايتي شورا د امنيتي ځواكونو د خيالي تشكيلاتو پر حل ټينګار وکړ

د هلمند د ولايتي شورا ځينې غړي وايي، که چېرې د پسرلي موسم د جګړې لپاره امنيتي ځواکونه په ښه ډول وسلو سمبال او د خيالي تشکيلاتو ستونزه يې حل نه شي، نو هېڅكله به هم امنيتي ځواکونه ونه توانېږي، چې د مرکز لښکرګاه ښار شاوخوا د جګړې لومړۍ کرښې هم خوندي کړي.

نویسنده: TKG
11 کب 1395

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخوندزاده او يو بل غړي يې بريالي نظري كليد ته وويل، چې وسله والو طالبانو ته يو شمېر وسلې او مهمات په ځينو سيمو کې په لاس ورغلې دي.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايي، چې اوس مهال د پوليسو په برخه كې د تشكيلاتو ستونزه اويا فيصده حل شوې ده.
د هغه په وينا، د پوليسو په ليكو كې هېڅ ستونزه موجوده نه ده.
ځواک زياته كړه، چې په نږدې راتلونكې كې به په هلمند كې پراخ عمليات پيل او هغه سيمې به بېرته ونيول شي، چې د دولت له ولکې وتلې دي.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د هلمند له ۱۴ولسواليو څخه ۷ ولسوالۍ يې په بشپړه توګه د وسله والو په لاس کې دي او يوازې لښکرګاه ښار او د پاتې نورو لسواليو مرکزونه تر دولتي حاکميت لاندې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA