ads

خوست کې شخصي دښمنیو د خلکو په ارام ژوند سيوری غوړولی

که څه هم د افغانستان په ډېری نورو ولایتونو کې ناامني او د حکومت د وسله والو مخالفينو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې ستره ستونزه بلل کېږي، خو په خوست کې بیا شخصي دښمنیو او بدیو خلک له ژوند زړهتوري کړي دي.

نویسنده: TKG
11 کب 1395
خوست کې شخصي دښمنیو د خلکو په ارام ژوند سيوری غوړولی

که څه هم د افغانستان په ډېری نورو ولایتونو کې ناامني او د حکومت د وسله والو مخالفينو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې ستره ستونزه بلل کېږي، خو په خوست کې بیا شخصي دښمنیو او بدیو خلک له ژوند زړهتوري کړي دي.
د خوست له جنايي جرمونو سره د مبارزې چاروکي وايي، روان کال یې تر اوسه ۱۵۷ جنايي پېښې ثبت کړې او په تړاو یې ۲۰۰ تنه نیول شوي دي. دوی وايي ډېری دغه پېښې د شخصي دښمنیو له کبله رامنځته شوې دي.
د ځمکو د ملکیت په سر دعوې، ناموسي مسایل، شریک کاروبارونه او کله کله هم تش د خبرو تبادله د دغه دښمنیو علتونه بلل کېږي او رېښې یې ان پېړیو ته رسېږي. خلک دې حالت سخت اندېښمن کړي دي.
د خوست ولایت د مرکز اوسېدونکی کلام خان وايي، په وروستیو کې شخصي دښمنۍ نورې هم زیاتې شوې دي: ((هره ورځ به له یوې نه یوې پېښې خبرېږې، چې د دوو کورنیو یا هم کسانو ترمنځ شخړه شوې او یو بل ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.))
د خوست ښار یو بل اوسېدونکی حاجي ګل ولي بیا دا دښمنۍ د خوست ولایت تر ټولو ستره ستونزه او د ځوان نسل د تباه کېدو اصلي علت ګڼي. نوموړی وايي، ډېر داسې کسان يې په خپلو سترګو لیدلي چې په نه خبره یې یو بل سره وژلي دي: ((له بده مرغه دا ناوړه دود اوس هم شته او ډيرې کورنۍ خپل منځي دښمنۍ لري او خپل ژوند یې له اندېښنو ډک کړی دی.))
له بل لوري د خوست ولایت د یو شمېر روغتونونو چارواکي وايي، ډېری وخت د شخصي شخړو له کبله مړي او ټپیان وروړل کېږي. په خوست کې د یوه خصوصي روغتون ډاکټر خلیل الرحمن وایي، د شخصي دښمنیو کچه په لوړېدو ده: ((د شخصي بدیو له کبله هره میاشت تر پنځوسو مړي او ټپیان راوړل کیږي.))
په خوست کې ډېری وخت دغه ډول دښمنۍ د قومي مشرانو له لوري حلېږي. قومي مشر جان محمد تڼی د همدې کسانو له ډلې دی. نوموړي کلید ته وویل، د شخصي بدیو پېښې زیاتې شوې: ((اصلي سرچینه د دعوو او لانجو غځول او د خلکو بې حوصلهګي ده.))
نوموړی زیاتوي، هره میاشت د دوو یا درېیو داسې جرګو غړی دی چې شخصي دښمنیو او بدیو ته د پای ټکی ږدي: ((هڅه کوو، د خلکو تر منځ دښمنۍ حل کړو، تېره ورځ مو داسې یوه دښمني په دوستۍ بدله کړه چې درې تنه پکې وژل شوي وو.))
له بل لوري د خوست امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیر سمونمل ارین وايي، په خوست کې شخصي دښمنۍ شته او شخړې هم کېږي، خو ډېری يې په لرې پرتو ولسوالیو کې دي.
ارين وايي، د دې پېښو ډیری مجرمین یې نیولي او د قانون منګولو ته سپارلي دي: ((قتلونه په ښار او ښار ته نږدې سيمو کې نه دي ترسره شوي او کله چې چا قتل کړی هغوی مو عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي، مونږ تل پدې برخه کې قانون پلی کړی.))
د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر ارین زیاتوي، روان کال یې تر اوسه ۱۵۷ جنايي پېښې ثبت کړې او په تړاو یې ۲۷۰ تنه نیول شوي دي. نوموړی ټینګار کوي چې اوس مهال دغه ولایت کې د جنايي جرمونو پېښې کمې شوې او دوی توانېدلي دي چې قانون پلی کړي.
د یادولو ده چې د خوست ولایت په لرې پرتو سيمو کې خلک په عادي ډول له ځانونو سره وسلې ګرځوي او هر کله هم چې شخړه رامنځته کېږي له دغو وسلو کار اخلي او یو بل ته مرګ ژوبله اړوي.
د خلکو په خبره په دغه سيمو کې امنیتي ځواکونه کم حضور لري، له همدې کبله خلک په ازاد ډول له ځانونو سره وسلې ګرځوي او د شخړو پر وخت یې یو د بل پر ضد وکاروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA