د هېواد په جنوب کې د ملي پوځ چارواكي وايي، په تېرو يوولسو مياشتو کې يې د دې حوزې په څلورو ولايتونو کې له څلورو زرو زياتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داود شاه وفادار پرون وويل، وسله والو طالبانو غوښتل، چې په روان کال کې اروزګان، هلمند او کندهار ولايتونه سقوط کړي.
د وفادار په وينا، افغان ځواکونو د بهرنيو مرستندويه ځواکونو له مرستې پرته د وسله والو طالبانو دغه هڅه شنډه کړه.
د ملي اردو د دغه لوړپوړي چارواکي په خبره، افغان ځواکونو په ياده موده کې په کندهار، زابل، اروزګان او دايکندي ولايتونو كې په مخامخ جګړو، پوځي عملياتو او هوايي بريدونو کې ۲۵۵۹ وسله وال وژلي او ۱۴۴۷ نور يې ټپيان کړي دي.
وفادار زياته كړه، يو شمېر نور مشکوک وسله وال نيول شوي هم دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


