ads

هنګري د غير قانوني کډوالو پر مخ له سربيا سره د ګډې پولې د تړلو اعلان وکړ

د هنګري حکومت اعلان کړى، چې له سربيا سره ګډه پوله به د غير قانوني کډوالو پر مخ په بشپړ ډول وتړي.

نویسنده: TKG
10 کب 1395
هنګري د غير قانوني کډوالو پر مخ له سربيا سره د ګډې پولې د تړلو اعلان وکړ

د هنګري حکومت اعلان کړى، چې له سربيا سره ګډه پوله به د غير قانوني کډوالو پر مخ په بشپړ ډول وتړي.
د هنګري يو دولتي وياند تاييد کړې، چې سربيا سره ګډه پوله کې به د څار ګزمې زياتې كړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د تلو راتلو بندر هم وتړي.
د نړۍ د بشري حقونو ادارو د هنګري ياده پرېکړه يوه غير انساني کړنه بللې او له اروپايي اتحاديې يې غوښتي، چې ويې نه مني.
بايد ياده شي، چې له سربيا څخه د هنګري پر لار له تېرو کلونو راهيسې لسګونه زره کډوال نورو اروپايي هېوادونو ته اوښتي، چې زرګونه يې د هنګري په کمپونو کې په موقتي توګه مېشت شوي هم دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA