د دولت د وسله والو مخالفينو يوه نفوذي كس په هلمند ولايت كې يوولس پوليس وژلي دي.
يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د لښکرګاه ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند سور ګودر سيمه کې رامنځته شوې ده.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


