ads

هلمند كې د افغان امنيتي ځواکونو اتلولۍ او قربانۍ وستايل شوې

د هلمند ولايت سلګونو اوسېدونكو تېر ماښام د يوې پراخې غونډې په مهال د افغان وسله وال پوځ سرښندنې، اتلولۍ او قربانۍ وستايلې.

نویسنده: TKG
10 کب 1395
هلمند كې د افغان امنيتي ځواکونو اتلولۍ او قربانۍ وستايل شوې

د هلمند ولايت سلګونو اوسېدونكو تېر ماښام د يوې پراخې غونډې په مهال د افغان وسله وال پوځ سرښندنې، اتلولۍ او قربانۍ وستايلې.
دا غونډه د هلمند مدني ټولنې او ولسونو له خوا د کب نهمې (د افغان ځواکونو ملي ورځې) په پار جوړه شوې وه.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد د خپلو خبرو په مهال افغان امنيتي ځواکونه د خاورې او ملت اصلي ساتونکي وبلل او په دې لاره کې يې د دوی قربانۍ له وياړه ډکې او نه هېرېدونکې وبللې.
هغه زياته کړه، چې ولسونه د خپل وسله وال پوځ په کلکه ملاتړي دي او له دوی سره به تل همکاره وي.
بلخوا سرپرست والي غلام محی الدين صديق وويل، چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د پرديو او دښمنانو په ضد جنګېږي، څو افغان ملت خپل ژوند په خوندي توګه تېر کړي.
نوموړي له خلکو پر خپلو امنيتي ځواکونو د باور او ملاتړ غوښتنه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې امنيتي سرتېري به له خپلې خاورې په کلکه توګه دفاع وکړي.
غونډه کې ټولو ويناوالو له خپلو امنيتي ځواکونو ننګه وکړه او د هغوی سرښندنې، اتلولۍ او لاسته راوړنې يې اغېزمنې او نه هېرېدونکې يادې کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA