ads

ننګرهار كې پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د هوايي بريد له كبله د يوه قوماندان په ګډون پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
10 کب 1395
ننګرهار كې پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د هوايي بريد له كبله د يوه قوماندان په ګډون پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په سنګينې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د يوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال طالبان وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
نوموړي زياته كړه، چې په دې بريد کې د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA