ads

سريلانکا کې د بنديانو د لېږد پر يو بس موټر وسله وال بريد شوی

په سريلانکا کې د بنديانو د لېږد پر يو بس موټر د وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

نویسنده: TKG
10 کب 1395
سريلانکا کې د بنديانو د لېږد پر يو بس موټر وسله وال بريد شوی

په سريلانکا کې د بنديانو د لېږد پر يو بس موټر د وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د پوليسو په وينا، په ياد بس کې دېرش بنديان سپاره وو، چې په لاره کې وسله والو درولى او ډزې يې پرې كړې دي.
پوليسو همدا راز ويلي، چې وسله والو د کمين په ترڅ کې د بنديانو د لېږد پر امنيتي موټر هم ډزې کړي او د پېښې له سيمې تښتېدلي دي.
ياد بس د کولمبو د جنوب لوري يوې محکمې ته پر لاره و، چې له بريد سره مخ شو.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ورځو کې هم په دغه هېواد کې د بنديانو د لېږد رالېږد پر موټرو وسله وال بريدونه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA