د مرکزي احصايې ادارې نوې څېړنه ښيي، چې په افغانستان کې له کور څخه بهر پرېکړو او تصميمونو کې د ښځو د مشارکت کچه ډېره شوې او دغه شمېر په هرو سلو کسانو کې يوولسو ښځو ته رسېدلی دی.
دغه څېړنه د هېواد په ټولو ٣٤ ولايتونو کې له ٨٧٩٧ کسانو سره د مرکو پر بنسټ، چې ډېرى يې د ليسانس، ماسټرۍ او يا مسلکي ښوونځيو فارغين دي، ترسره شوې ده.
د احصايې مرکزي ادارې سرپرست شېراحمد جامي زاده وايي، په يادو کسانو کې ٧٣٣٩ دولتي کارکوونکي، ٤٢٨ د غيردولتي ادارو رييسان او مرستيالان او ١٠٣٠ د خصوصي جوړښتونو هغه کسان و چې په تصميم نیونو کې شامل دي.
د احصايې مرکزي ادارې څرګنده کړه، چې د يادې څېړنې د معلوماتو پر بنسټ، د تصميم نيولو په برخه کې د ښځو ونډه په ١٣٩٥ لمريز کال کې د ١٣٩٢ کال په پرتله چې ياده اندازه په کې ٩.٩ فیصده وه، ٠،٨ فیصده ته لوړه شوې او اوس ١٠،٧ فیصده ته رسېدلې ده.
جامي زاده څرګنده کړه، چې له کور څخه بهر پرېکړو کې د نارينهوو کچه ٨٩،٣ فیصده جوړوي.
د چارواكو په خبره د ښځو د مشارکت په وړاندې د لوړپوړو چارواکو له لوري له دوى څخه د دوامداره ملاتړ نه شتون، د ښځو ځورول، د پراختيايي او روزنيزو پروګرامونو نه شتون او د لوړپوړو چارواکو له لوري ښځو ته د تصميم نيولو د واک نه سپارل هغه موارد دي، چې د ښځو د پرمختګ په وړاندې خنډ ګرځېدلي دي.
په دې څېړنه کې همدا راز په كاري چاپيريال كې د اړيكو، كاري مناسبې فضا او لوژستيكي وسايلو كمښت يا نشت او د معلوماتو د شريکولو علم کمزورتيا نورې هغه ننګونې او ستونزې دي چې د ښځو د پرمختګ مخه يې نيولې ده.
له بل لوري د ښځو چارو وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيالې سپوږمۍ وردګ چې په ياده ناسته کې يې ګډون کړی و، د تصميم نیولو په برخه کې د ښځو په کمه ونډه اندېښنه ښکاره کړه او ټینګار يې وکړ چې په پرېکړو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي.
نوموړې همداراز زياته كړه، په ١٣٨٥ لمريز کال د تصميم نيونې په برخه کې د ښځو د مشارکت اندازه له ٩ فیصده زياته وه، خو له بده مرغه ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې د ښځو د ونډې اندازه ٧،١ فیصده لوړه شوې او دا کار د دوی لپاره د اندېښنې وړ دى.
سپوږمۍ وردګ ټینګار وکړ، چې د ښځو د تصميم نيولو کچې د لوړولو په برخه کې به دوی نوې پاليسۍ او کړنلارې چمتو کړي څو په پرېکړو کې د ښځو ۳۰ فیصده برخه یقيني شي او د حکومت دې ټاکل شوي هدف ته ورسېږي.
د يادولو وړ ده چې دغه سروې د هېواد په کچه د تصميم نيولو په برخه کې د جنسيتي تناسب د معلومولو لپاره ترسره شوې ده، څو څرګنده شي چې دغه پروسه د افغان حکومت ۳۰ فیصده هدف ته څومره نېږدې شوې ده.


