د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، بهسودو کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله ۶ تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې نن له غرمې وروسته يو نيمه بجه د بهسودو ولسوالۍ اړوند په بانډې سيمه کې په يو زرنج موټر سايکل کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، د يادې چاودنې ټپيان ټول روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
بل لورته د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي هم وايي، چې روغتون ته له دغې پېښې دوه کوچنيان او څلور تنه لويان په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
تر اوسه ددغې چاودنې مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.


