ads

ديني عالمان: له افغان ځواکونو سره د جنګېدونکو وسله والو وژنه روا ده

ديني عالمان وايي، افغان ځواکونه د خپل دين، خاورې او ولس څخه د دفاع په موخه جګړه کوي، چې ددوی پر وړاندې د هرې وسله والې ډلې جګړه ناروا او افغان ځواکونه په حقه دي.

نویسنده: TKG
10 کب 1395
ديني عالمان: له افغان ځواکونو سره د جنګېدونکو وسله والو وژنه روا ده

ديني عالمان وايي، افغان ځواکونه د خپل دين، خاورې او ولس څخه د دفاع په موخه جګړه کوي، چې ددوی پر وړاندې د هرې وسله والې ډلې جګړه ناروا او افغان ځواکونه په حقه دي.
دغو ديني عالمانو په خپلو خبرو کې افغان ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې د جګړې په ډګر کې دې نيوونکي وسله وال ددې پرځای چې ژوندي ونيسي هملته دې ووژني.
دوی دغه څرګندونې په ختيځ کې د ملي اردو په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د سرتېري د ملي ورځې په نمانځ غونډه کې وکړې.
ديني عالم او د ننګرهار د حج اوقافو رييس عبدالظاهر حقاني وويل، چې له افغان ځواکونو سره د جنګېدونکو وسله والو جګړه نا روا او افغان ځواکونه په حقه دي.
نوموړي په ورته وخت کې پر يو شمېر هغو ديني عالمانو هم نيوکه وکړه، چې د اسلام مبارک دين څخه بشپړ نه دي خبر او بې ځايه فتواوې ورکوي.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال افضل امان دديني عالمانو خبرې په حقه وبللې او د افغانستان ملي اردو يې د هرې وسله والې ډلې پر وړاندې سپر ياده کړه.
هغه وايي، که چېرته دوی د جګړې په ډکر کې کوم وسله وال ژوندی ونيسي نو د نافذه قوانيو له مخې به ورته سزا ورکړي.
په ننګرهار کې ديني عالمان په داسې حال کې د افغان ځواکونو جګړه د وسله والو پر وړاندې روا بولي، چې له دې وړاندې يو شمېر هغو ديني عالمانو چې ورته خبرې او احساسات يې ښکاره کړي وو، د وسله والو له لوري يا وژل شوي او يا ترور شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA