د ايران د كورنيو چارو وزارت چارواكو اعلان وكړ، چې تهران د نشه يي توكو د بديل او دې توكو سره د جدي مبارزې په برخو كې له افغانستان سره هر اړخيزې همكارۍ ته چمتو دى.
د ايران د دولتي خبري اژانس ايرنا د رپوټ له مخې، دا موضوع تېره ورځ د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي په تهران كې د افغانستان د نشه يي توكو په ضد د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي سره د ليدنې په مهال مطرح كړې ده.
رحماني فضلي په دې ليدنه كې ويلي، بېګانه هېوادونه په سيمه كې د نشه يي توكو د كښت او قاچاق د له منځه وړلو لپاره صادقانه كار نه كوي او بايد ګاونډي هېوادونه د دې پديدې د له منځه وړلو په هدف له يو بل سره مرسته وكړي.
هغه د افغانستان د نشه يي توكو په ضد د مبارزې وزيرې ته وړانديز كړى، چې افغان حكومت بايد د دې كښت پر بديل كار وكړي او په خبره يې، تهران چمتو دى، چې په دې برخه كې جدي همكاري وكړي.
دغه ايراني چارواكي زياته كړې، تهران همدارنګه چمتو دى، چې د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې د ايراني پوليسو تجربې له افغانستان سره شريكې كړي او په دې برخه كې افغان پوليس وروزي.


