ads

کندهار کې غیرقانوني ښکار اندېښنې زېږولې

د كندهار ولايت د چاپېریال ساتنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د غیرقانوني ښکار له کبله د یو شمېر وحشي ژوو او مرغانو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی. دوی وايي، په دغه چاره کې یو شمېر پوليس هم ښکېل دي.

نویسنده: TKG
9 کب 1395
کندهار کې غیرقانوني ښکار اندېښنې زېږولې

د كندهار ولايت د چاپېریال ساتنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د غیرقانوني ښکار له کبله د یو شمېر وحشي ژوو او مرغانو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی. دوی وايي، په دغه چاره کې یو شمېر پوليس هم ښکېل دي.
کندهار بېلا بېل وحشي ژوي او مرغان لري، خو اوس یې د ډېرو نسل یا له منځه تللی او یا هم د منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
د کندهار د چاپېریال ساتنې ریاست د پلان مدير لعل شاه وايي، په دغه ولایت کې د غیرقانوني ښکار لړۍ په چټکۍ روانه ده او حتا په یو شمېر ولسوالیو کې خپله پوليس هم په دغه عمل کې ښکېل دي. نوموړی ټینګار کوي چې د ښکار د مخنيوي په تړاو پخواني جمهور رييس حامد کرزي فرمان ورکړی او په غیرقانوني ډول د مرغانو او وحشي ژوو ښکار بند دی: (( د پخواني جمهور رييس حامد کرزي د فرمان له مخې ښکار غیرقانوني عمل او له قانون سرغړونه ده، ښکار د وسلې په واسطه کېږي، په ولسوالیو کې چې ښکار کېږي حتما یا له ښکاریانو سره امنیتي ارګانونه دي یا هم د وسله والو مخالفينو سيمې دي، که چېرې امنیتي منسوبين له ښکاريانو سره لاس نه لري، نو ولې یې مخه نه نيسي.)) لعل شاه وايي، که څه هم د پخواني جمهور رييس د ښکار د مخنيوي فرمان یې د کندهار ټولو ادارو ته لېږلی، خو په هغه ډول د دغه ناوړه پدیدې مخه نه ده نیول شوې چې دوی يې هیله لري: ((امنیه قومندانۍ، قول اردو او په ولسوالیو کې مو ټولو امنیتي مسوولانو ته د ولایت مقام په هدایت مکتوبونه لېږلي دي چې د دغه غیرقانوني کار مخه ونیول شي.)) په همدې حال کې د کندهار اوسېدونکي هم د ښکاريانو له لوري د مرغانو او وحشي ژوو غیرقانوني ښکار غندي او له امنيتي ادارو غواړي چې په جدي توګه د دغه کار مخه ونيسي. د دغه ولایت یوه اوسېدونکي عرفان کلید ته وویل، خلک په رېګونو، ویالو او غرونو کې ښکار کوي، ځينې هیلۍ ولي او ځینې بیا نور مرغان: ((دا یو ناوړه عمل دی، چاپېریال ته هم زیان لري او د مرغانو نسلونه هم له منځه ځي، له بل لوري خپله مرغان د چاپېریال ښکلا ده او که نه وي طبعیت ښکلی نه پاتې کېږي.))
له بل لوري د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یو شمېر کسانو له لوري د مرغانو او نورو وحشي ژوو غیرقانوني ښکار ردوي او وايي، د کندهار په ټولو ولسوالیو کې امنيتي ځواکونه فعال دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې ښکار وکړي.
نوموړی زیاتوي، دوی د چاپېریال ساتنې له ریاست سره په همغږۍ په دې برخه کې فعالیت لري. ښکار جرم دی او تر څنګ یې چاپېریال ته هم ګڼ زیانونه لري: (( هېڅوک له قانون پورته نه دي، هغه کې عسکر دی یا لوړپوړی چارواکی، که په ښکار لاس پورې کړي جرم دی او دوی به د قانون منګولو ته سپارل کېږي، په دې اړه موږ کوم اسناد او شواهد نه لرو چې پوليس دې ښکار کې لاس ولري.))
کلونه وړاندې کندهار ګڼ کم پیداکېدونکي مرغان او وحشي ژوي لرل. د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې وحشي هوسۍ، په رېګ ولسوالۍ کې بازان، په شاه ولیکوټ کې وحشي پسونه، هیلۍ او زرکې، په معروف ولسوالۍ کې سیسۍ، شکوڼ او شغالان، په ارغستان کې لېوه او يېږ او په ځینو غرنیو سیمو کې بیا پړانګان او نور وحشي ژوي او مرغان اوسېدل، خو د چاپېریال ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې یو شمېر یې د جګړو له کبله ووژل شول، ځینې هم وتښتېدل او هغه چې پاتې دي د غیرقانوني ښکار له لارې له منځه وړل کېږي او نسلونه یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
که څه هم په افغانستان کې ښکار د پخواني جمهور ريیس حامد کرزي د یوه فرمان پر بنسټ چې اوس په یو ډول پلی کېږي بند دی، خو افغانستان ته د ښکاري وسلو کاروبار په ازاد ډول ترسره کېږي او په دې برخه کې بيا تر دې مهاله هېڅ اقدام نه شوی.
د کلید ګروپ موندنې ښيي چې د تېر کال په پرتله سږ کال افغانستان ته د ښکاري وسلو په وارداتو کې د ۸۰ ملیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی راغلی.
د دغه شمېرو له مخې هېواد ته په منځني ډول په کال کې د څه باندې ۱۹۵ملیون افغانیو په ارزښت ښکاري وسلې راوړل کیږي او په تېر ۱۳۹۵ مالي کال کې افغانستان ته له ترکیې، روسیې، پاکستان، ایټالیا او نورو هېوادونو د څه باندې ۲۳۵ ملیون افغانیو په ارزښت وسلې راوړل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA