د کشمير په سر د هند او پاکستان تر منځ اړيکې نورې هم ترينګلي شوې دي او په يوه تازه نښته کې د پاکستان څلور سرتېري ټپيان شوي دي.
پاکستاني رسنېو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې پرون هندي ځواکونو د کشمير په صفري نقطه کې په پاکستانېو پوستو ډزې کړي، چې له کبله يې څلور کسان ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د کشمير په پلواما سيمه کې سلګونه کشميريانو له پرون راهيسې اعتراضونه پيل کړي دي.
هندي پوليسو لسګونه لاريون کوونکي نيولي هم دي.
د کشمير په پلواما سيمه کې اعتراضونو وروسته له هغې زور اخيستی، چې هندي ځواکونو يو وسله وال مشکوک کس په ډزو سره وواژه.


